افغانان د ولسمشر پر لومړيو ورځو بياکتنه کوي

په داسې حال کې چې د ولسمشر ملاتړي د هغه د بهرنيو برياوو يادونه کوي، خو نيوکه کوونکي يې په کورنيو چارو کې چټک بدلون ته سترگې په لار دي.

افغانان د ولسمشر پر لومړيو ورځو بياکتنه کوي

په داسې حال کې چې د ولسمشر ملاتړي د هغه د بهرنيو برياوو يادونه کوي، خو نيوکه کوونکي يې په کورنيو چارو کې چټک بدلون ته سترگې په لار دي.

Thursday, 5 February, 2015

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

واک ته د ولسمشر محمد اشرف غني له رسېدو وروسته د دندې په لومړيو سلو ورځو کې د کابينې په جوړولو کې د نوموړي پاتې راتگ په هېواد کې د آی ډبليو پي آر له خوا د رابلل شوو مناظرو د لړۍ د گډون کوونکو له خوا راپورته شوې عمده موضوع وه.

غني، چې د شپږو مياشتو اوږدو ټاکنو په پايله کې يې د سپتمبر په پای کې دنده پيل کړه، له متحده ايالتونو سره د امنيتي تړون په لاسليکولو او د کابل بانک د فساد د دوسيې د څېړلو له امله د يو څه ستاينې وړ گرځېدلی.     

گڼ شمېر برخوال په دې اند دي چې د حکومت په جوړولو کې ځنډ د بې ثباتۍ لامل شوی دی.

د ټاکنيزو درغليو په اړه د ادعاگانو اوږدې ناندرۍ هغه مهال هوارې شوې چې غني خپل سيال، عبدالله عبدالله ته صدارت ته ورته د «اجرايوي رياست» په نامه يوه نوې څوکۍ ورکړه.

د سمنگانو ولايت په اداري مرکز، د ايبکو په ښار کې د آی ډبليو پي آر د يوې مناظرې په اوږدو کې گډون کوونکو وويل، د واک د وېش تړون د حکومت بهير گډوډوي. غني او عبدالله دواړه واک لري چې وزيران وگوماري او يو لړ نورې سپارل شوې دندې لري. 

د ټاکنو پر مهال د ولسمشر د ټاکنيز کمپاين د ډلې مرستيال، غلام نبي وويل: «د محمد اشرف غني او اجرايه رئيس، عبدالله عبدالله پلويانو له هر يوه څخه بېلابېلې غوښتنې درلودې.»

د هلمند ولايت په مناظرې کې ازاد خبريال، فريد احمد وويل، هغه په دې اند دی چې غني د اشخاصو په ټاکلو کې د احساساتو تر اغېز لاندې وي. د سرپرستو وزيرانو او واليانو د گومارلو په اړه پرېکړې کارونه لا پسې ستونزمن کړل. 

د هلمند ولايت د ښځو د چارو رئيسې، جمېلې نيازۍ ومنله چې دا يوه لويه ستونزه ده.

هغې وپوښتل: «هغه مهال چې سرپرست وزير يا والي واک ونه لري، څنگه به کارونه مخکې لاړ شي؟»

په نوموړي ولايت کې د غني د ټاکنيز کمپاين د ډلې کارکوونکې، سهيلا وزيري وويل، د کابينې د ځڼد په نتيجه کې «د نوي حکومت لپاره د هلمنديانو ټولې هيلې په اوبو لاهو شوې.»

په ورته وخت کې جگړې دوام وموند. وزيري وويل، «وژنې، قتلونه او د ښوونځيو سوځول لا تر اوسه د دې ولايت د خبرونو سرټکي جوړوي.»

په کمپاين کې غني د رياست په لومړيو سلو ورځو کې د يوه ارماني او هراړخيز پلان د عملي کولو ژمنه کړې وه؛ لکه د اداري فساد، بېروزگارۍ، بېوزلۍ او امنيت په څېر موضوعگانو په وړاندې مبارزه.

گڼ شمېر خلک د پرمختگ د نشتوالي له امله نهيلي دي.

د بادغيس ولايت په مرکز، قلعۀ نو کې د مناظرې يوه برخوال، محی الدين له ويناوالو وپوښتل، د اقتصادي وضعيت د ښه کولو لپاره نوي ولسمشر کوم کارونه سرته رسولي دي.

د ولايتي شورا مشر، بهاوالدين قادسي وويل، په بادغيس کې د خلکو په گټه يوازنۍ پرېکړه د هرات – فارياب تر منځ د سړک د جوړولو د کار د چټکتيا لارښوونه ده، چې له دې ولايت څخه تيرېږي.

د بادغيس د والي استازي، شرف الدين مجيدي د مناظرې برخوالو ته وويل، دا لا ډېره وختي ده چې د غني د ژمنو په اړه قضاوت وشي. لامل يې دادی چې هغه ته د څه دپاسه ٣٥ جگړې ميراث پاتې دی. هر څه په چټکۍ نشې بدليدای.

په کاپيسا کې د محمد ذاکر عرفانيار په نامه يوه ژورنالست وويل، د حکومت د اجرااتو د ارزونې لپاره د سلو ورځو موده ډېر لنډ وخت دی.

د ولسمشر کارونه په ختيځ ولايت کونړ کې ډېر مثبت وارزول شول. د شعيب غروال په نامه يوه ازاد خبريال وويل، ښايي تر دې دمه د غني د سرته رسېدلو کارونو ستاينه وشي.

غروال، چې پروسږکال يې د غني په کمپاين کې کار کاوه، له ناتو څخه افغان ځواکونو ته د واک د لېږد، د بگرام د زندان د تړلو او له گوانتنامو څخه د افغان زندانيانو د خلاصون يادونه وکړه. همدا راز له پاکستان سره اقتصادي تړون او د چين ته د ولسمشر د سفر يادونه هم وشوه. 

د هغه پرخلاف په غزني ولايت کې د مناظرې يوه برخوال ودرېد او ولسمشر يې وغندلو.

د مقر په ولسوالۍ کې په جوړې شوې مناظرې کې محمد عيسی وويل، تر هغه چې په دې سيمه کې خلک کړېږي، د غني خبرو ته غوږ نشي نيول کېدای.

هغه وويل: «راشئ وگورئ چې د نوي ولسمشر له راتگ وروسته د خلکو ژوند تر کومې کچې ناوړه شوی دی. زموږ په سيمه کې هره ورځ جگړه او وژنه روانه ده. نه ولسوال لرو، نه محاکم او نه قاضي. موږ څارنوال نه لرو. وبه گورو چې له ولسمشر څخه کوم مثبت ټکی راوځي.»

هغه مهال چې آی ډبليو پي آر د ولسمشر له وياندو نظيف الله سالارزي څخه په مناظرو کې د خلکو د نظر په اړه د تبصرې غوښتنه وشوه،  نوموړي ومنله چې خلکو زغم له لاسه ورکړی، خو ويې ويل چې د غني د پروگرامونو د پلي کولو لپاره درې مياشتې ډېره لنډه موده ده.

سالارزي له واشنګټن سره د امنيتي تړون، د کابل بانک د قضيې هواري او بهر ته د ولسمشر د سفرونو يادونه وکړه او هغه يې سترې لاسته راوړنې وبللې.

هغه وويل، د کابينې په جوړولو کې له دې امله ځنډ راغی چې ولسمشر غوښتل، اهليت او کفايت لرونکي اشخاص پر دندو وگوماري.

نوموړي زياته کړه: «خلک بايد يو څه زغم ولري او د خپلو ستونزو په هوارولو کې له حکومت سره مرسته او همکاري وکړي.»

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists